سیاست

دناوړه دودونو په وړاندې دافغان ښاغلي خان ولي عادل دمدني فعاليت او مبارزې په اړه دميرمن بهير دملاتړ اعلاميه !

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
دناوړه دودونو په وړاندې دافغان ښاغلي خان ولي عادل دمدني فعاليت او مبارزې په اړه دميرمن بهير دملاتړ اعلاميه !
له بده  مرغه دتيرو جګړو او کړکيچنو حالاتو دافغانى ټولنې دبنسټونو دله مينځه وړلو ترڅنګ له تعليم او نړيوال پرمختګ له جنګ بهير څخه دا ټولنه محرومه ساتلې او داسې فضايې رامينځته کړې چې افغانان له کلونو کلونو راهيسې د ځينو ناوړو دودونو او بې ځايه رواجونو ښکا راو دهغوى په لومو کې بند پاتې شي.
يوله دې ناوړه دودونو څخه چې د ټولنې وګړي په تيره بيا ميرمنې يې په ډير بد حالت کې اچولې او هره ورح په قربانى اخيستلو سره دهغوى ځورولو ته يې لاره هواره کړې په بدو کې دورکولو ناوړه دوددى.
ددغه ناوړه دودله امله نه يوازې افغان ميرمنې ځوريږي بلکې په غير مستقيم ډول دلسګونو انسانانو په ژوند منفي اغيزه او اغيز پريږدي چې داپه خپله بيا دڅو نسلونو دځورولو سبب ګرځي .
همدې ناوړه او ناروا دودونو په وړاندې دمبارزې او دهغوى دله منځه وړلو لپاره افغان ځوان خان ولي عادل په يوه بې ساري مدنى حرکت سره له اوږدې مودې راهيسې مبارزه پيل کړې او داعتراض په ډول يې دتحصن خيمه درولې ده .
نو موړى غواړي چې له دې لارې اړوندو چارواکو او ښکيلو کسانو ته خپل غږ ورسوي او دغه ناوړه دودته دپاى ټکى کيږدي .
ميرمن کلتوري ټولنيز بهير چې دميرمنو لپاره ديوې خوندي او له هر ډول خطرڅخه پاکې ټولنې لپاره کلونه کلونه مبارزه کړې دايې خپله دنده ګڼلې چې دخان ولي عادل دغه مدني حرکت څخه نه يوازې ملاتړ وکړي بلکې دا مبارزه د ځان دنده بولي او په دې لاره کې له مبارز خان ولي عادل سره خپل ملاتړ .
ميرمن کلتوري ټولنيز بهير يوځل بيا دښاغلي خان ولي عادل درې مهمې او اساسي غوښتنې تکراروي ، له دولت او اړوندو چارواکو څخه په دې اړه دپاملرنې او همکارى غوښتنه لري.
١-په بدو کې دورکولو په اړه دې له قومي مشرانو سره تفاهم وشي او له هغوى څخه دې تعهد ترلاسه شي چې په هيڅ ډول شخصي او ټولنيزه شخړه کې ښځې ديوې حل لارې په توګه استعمال نه شي.
٢-په دې اړه دې له ملا امامانو او ديني عالمانوو سره تفاهم وشي او دهغوى څخه دې ژمنه ترلاسه شي چې په هيڅ ډول شخصي او ټولنيزو شخړو کې ښځې ديوې حل لارې په توګه استعمال نه شي.
٣-له حکومت څخه غوښتنه کيږي چې په قومي مشرانو او ديني عالمانو دې فشار واچوي چې په ټولنه کې که څه هم هغه لرې پرتې سيمې هم وي هره نکاح ثبت او راجستر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته