اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۷ تدارکاتي موارد منظور کړل

کابل باختر دوږي  پنځمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې پر ۲۲ تدارکاتي مواردو بحث وشو چې په پایله کې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲.۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۶ پروژو د ورکړې د غوښتنې قرارداد منظور کړ چې لاندې پروژې پکې شاملې دي:
• د کابل ښاروالۍ اړوند په کابل ښار کې د ۴۰ کیلو مټره سرک د ډیزاین او سروې لپاره د مشاورتي خدماتو قرارداد؛
• په اوو لاټونو کې د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د ستردرسیتز  د لوژستیک ریاست د مرکزي او ساحوي قطعاتو او جزوتامونو لپاره  د یو قلم باکیفیته وطني مایع غوړیو د تهیې او تدارک قرارداد؛
• د افغانستان د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې شرکت اړوند د وزیر اکبر خان غونډۍ د E ذخیرې د ساحې لپاره   د وېش او انتقال  نلونو د پروژې قرارداد؛
• د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د Voice Carrier له طریقه د بین المللي مخابرې د تامین قرارداد؛
• د کورنیو چارو وزارت اړتیا وړ د شپږمې برخې د چوکاټ قرارداد پر بنسټ د ۲ قلمه اړتیا وړ  غوښې( پسه او غوايي) د تدارک قرارداد؛
• د محابسو او توقیف خونو عمومي ریاست د دویمې او څلورمې برخې دچوکاټ د قرارداد پر بنسټ د دوه قلمه ( پسه او غوايي) غوښې د تدارک قرارداد.
همدارنګه د اجنډا مطابق له هر اړخیزو بحثونو او دقت وروسته کمېسیون په لاندې پروژو کې د تعدیل په اړه وړاندیزونه تائید کړل:
• د کرنې او اوبو لګولو وزارت اړوند د هېواد په څلورو ولایتونو (کابل، بلخ، هرات او کندز)کې د پنځومسلخونو د پروژې د ډیزاین او جوړولو د منظورۍ د تعدیل ( د بیې د لوړوالي پرته د مودې د غځېدو) د غوښتنې قرارداد؛
• د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د بلخ ولایت د مقام د اداري ودانۍ د جوړولو د مودې د غځېدو د منظورۍ د تعدیل د غوښتنې قرارداد؛
• دفواید عامې وزارت اړوند  د افغانستان د ساختمان لابراتوارونو ANCL د ایجاد او تجهیزاتو پروژې ( د بیې لوړوالي سره د مودې  غځېدل) د منظورۍ د تعدیل غوښتنې قرارداد؛
• د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې د  ۱۵.۰۶۹ کیلومټر اوږدحلقوي سرک جوړولو او پخولوکې له ۳۰٪ څخه تر ۵٪ پورې د پروژې د ښه کاري اجرا کموالي( د بیې لوړوالي سره د مودې غېځدل) د منظورۍ د تعدیل غوښتنه.
سربېره پر دې کمېسیون لاندې تدارکاتي موارد د لا زیاتې ارزونې په موخه بېرته وروګرځول:
• د بهرنیو چارو وزارت اړوند په لندن کې د ا.ا.ج سفارت د ودانۍ اساسي ترمیم پروژې فرعي قراردادونه او د پړاوونو بشپړول؛
• د فواید عامې وزارت اړوند په تالقانو ښار کې د ۵۱.۱۷۱ کیلومتر په اوږدوالي د سړکونو د پاتې کار قرارداد؛
• د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ د برېښنا کوچنۍ ابي تولیدي دستګاه جوړول؛
• حامدکرزي بین المللي هوايي ډګر څخه د نه استفادې وړ الوتکو انتقال؛
• ملي تدارکاتو کمېسیون د نفوسو د احوالو د ثبتولو مرکزي ادارې اړوند د تذکرې د تائیدي خدمتونو د عرضې پروژې قرارداد منظوري بېرته وروګرځوله. ملي تدارکاتو ادارې او د افغانستان شفافیت څار بنسټ ته دنده وسپارل شوه چې دا پروسه وارزوي او خپلې جامع طرحې کمېسیون ته وړاندې کړي چې په اړه یې تصمیم ونیسي.
په تالقانو ښار کې د سړکونو پر پروژې د بحث پر مهال جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، خلک سرکونو ته اړتیا لري، نه یواځې دا پروژه بلکې د غور او تخار ولایتونو پروژې دې هم د فوایدعامې وزارت له لوري د زیربنا په کمېټه کې مطرح شي، تر څو د دې پروژو په اړه هم تصمیم ونیول شي.
د انرژۍ او اوبو او ښار جوړولو وزارتونو د وړاندېزونوترڅنګ کمېسیون لاندې تدارکاتي موارد هم تائید کړل:
• د هرات ولایت د پاشدان بند جوړول؛
• د شاه توت بند پروژې د کار پېلول؛
• د ۳۴ ولایتونو لپاره په پنځو دریایي حوزو کې د سیمي جالیو د ۲۶۵پروژو تدارکات.
په دې غونډه کې د کمېسیون د مخکېنیوپرېکړو د لارښوونې د تحقق راپور چې د ځینو تدارکاتي ادارو له خوا په لاندې شرحه وړاندې شو، ملي تدارکاتو کمېسیون تائید کړ.
• د ستر درستیز صحیه قومندانۍ د اړتیا وړ۳۸۷ قلمه طبي درملو، طبې لوازم او لابراتواري ریجنټونو د تدارک قرارداد په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو پرېکړو د لارښوونې د تحقق راپور؛
• ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي پولیسو د اعاشوي او محروقاتي موادو د چوکاټي قراردادونو د تعدیل د تحقق په اړه د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې غوښتنه منظور کړه.
دغه راز د شبرغان ښار په یتیم طاق سیمه کې د بیات پاور برېښنا تولیدي دستګاه پروژې په اړه د عامه او خصوصي مشارکت لوی ریاست وړاندیز کمېسیون ته وړاندې شو چې تدارکاتي برخه یې منظور او پرېکړه وشوه چې نور اړوند موضوعات دې مالیې او اقتصاد وزارتونه وارزوي.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر رئیس او غړو سربېره د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته