کابل باختر دوري اته ويشتمه :
د داعشيانو د ډلې ١٩ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې ١٩ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت ددره نور ، بټي کوټ ، هسکې مېنې او د روداتو د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
درارسيدلو خبرونوله مخې په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي هم له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د اومه مهماتو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي
په دې ډيپو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه يېز مقامات وايي چې داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله . ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل