امنیت

يوسرتيرى شهيد شو

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
په ارزګان ولايت کې نن په يو موټرسايکل کې د ايښودل شويو چاوديدونکو توکو د چاودني له امله دملي امنيت يو سرتيرى شهيد او درې تنه نور ټپيان شول.
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر اسلم خان باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه د ارزګان ولايت په ترينکوټ ښارکې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه يرغلګر په چاوديدونکو توکوبار خپل موټرسايکل د ملي امنيت د سرتيرو له هغې واسطې سره چې له ساحې څخه د تيريدوپه حال کې و؛ ټکر کړ چې د چاودنې له امله  د ملي امنيت يو سرتيرى شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي چې په ساحه کې وو؛ هم ټپيان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې د پيښې ټپيان د ترينکوټ ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي او د ملي امنيت د سرتيرو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته