ټولنه

د ملي پيوستون د پروګرام د شلو ټولګټو پروژو کار بشپړ شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٩ :
په پروان  ولايت کې پرون  څه دپاسه  ٤٦٠٠  کورنيو د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون  دپروګرام  دټولګټو پروژو  له اسانتياو څخه  ګټه واخيسته.
د کليو د  بياجوړولو  او پراختيا  وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ .
دغه  پروژې د ٢٦ مليونو ٨١٣  زرو افغانيو په لګښت د پروان ولايت  د سيدخيلو ، بگرام ، جبل السراج ، کوه صافي او د سالنګ په ولسواليو  او ددغه و لايت  په مرکز کې  بشپړ شوي او  دغه پروژې د خلکو د استفادې   وړ ګرځيدلي  دي.
په پروان ولايت کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت  دملي پيوستون  دساحوي  پروګرامونو د مسوول  د څرګندونوله  مخې،  په دغو  پروژو کې  د اوبو دکانالونو ، د يو ټولنيز مرکز ، محافظوي ديوالونو او  د اوبو  رسولو د شبکو جوړول  ،  ا و د څښاک د روغتيايي اوبو د ديرشو څاه ګانو کيندل    شامل دي.
د کليو  دبيا جوړولو او پراختيا وزارت  د ملي پيوستون   پروګرام  په  پروان  ولايت کې ٨٣٢ کلي  دپرمختيايي پروژو  تر پوښښ لاندې نيولي دي  او تر اوسه   پورې   په بيلابيلو برخو کې ٢٥٨٤   پروژې  بشپړې اود استفادې وړ ګرځيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته