ښوونه او روزنه

د تحصيلي بورسونو د مديريت نوى برېښنايي سيستم پرانيستل شو

کابل/ د لړم ٢مه/باختر
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين پوهاند ډاکتر بري صديقي د تحصيلي بورسونو د مديريت نوى برېښنايي سيستم په دغه وزارت کې پرانيست.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د دغه سيستم د جوړولو موخه د بورسونو د عادلانه وېش پر بهير د خلکو د باور ترلاسه کول، د شفافيت تامين، چټکتيا او پاملرنه، د داوطلبانو د نوم ليکنې په بهيرکې د لازمو اسانتياوو برابرول او د انترنټ له لارې د بورسونو د مينه والو د تحصيلي سندونو ترلاسه کول دي.
د دغه سيستم د پرانيستلو په مراسموکې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين دغه کار د تحصيلي بورسونو په وېش کې د عدالت د تامين لپاره يو مثبت ګام وباله  او په دغه بهيرکې يې د بشپړ شفافيت ډاډ ورکړ.
هغه وويل: د اړتيا وړ څانګو لومړيتوب، بورسونو ته د لارې موندنې د آزموينې  الکترونيکي سيستم او مراجعينو ته د لازمو اسانتياوو برابرول د دغه سيستم  له اساسي دندو څخه دي.
د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو اړيکو او بورسونو د تنظيم رييس سېد عالم رحمتي وويل چې د دغه سيستم جوړول نه يوازې د بورسونو په بهيرکې د شفافيت د تامين او چټکتيا سبب کېږي؛ بلکې د بورسونو ټول پړاوونه په آنلاين ډول دي او نوم ليکونکي کولاى شي د بورسونو د کار د پرمختګ د بهير د بېلابېلو پړاوونو څارنه وکړي او معلومات ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه چې د بهرنيو چارو وزارت او د هېواد د ملي امنيت د لوى رياست په همکارۍ داسې يو جوړښت رامنحته کوي چې د لوړو زده کړو له وزارت پرته هېڅ بله مرجع ونه شي کړاى تحصيلي بورسونه ووېشي.
د يادونې وړ ده چې د تحصيلي بورسونو د مديريت برېښنايي سيستم د داوطلبانو د نوم  ليکنې له پيل څخه د هغوى د پايلو د اعلام تر پړاو پورې، د دواطلبانو د سندونو ثبت  او زېرمه کول په دوو بورسونوکې په يو وخت د يوه شخص د نوم ليکنې نه ځواکمنتيا  او نورې اسانتياوې شاملې دي.
د تحصيلي بورسونو غوښتونکي کولاى شي د(sms.mohe.gov.af) دغه سيستم ته دې ننوځي او نوم ليکنه وکړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته