کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٨ :
له اتو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ د سړک د جوړولو کار نن پيل شو.
د ازرې ولسوالۍ د سړک د جوړولو د کار دپيل له امله دلوګر ولايت په مقرکې يوه غونډه جوړه شوې وه .
د فوايد عامې وزير د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه سړک اوږدوالى چې نوى جوړيږي؛ د ازرې له ولسوالۍ څخه ترکابل ښار پورې٥٢ کيلومتره دى چې اوس په ابتدايي ډول کريړ پرې اچول کيږي .
د دغې پروژې کار به د فوايد عامې وزارت په مالي مرسته او د ملي دفاع وزارت په امنيتي همکارۍ ترسره شي .
دغه راز دميدان وردګو، پروان، پنجشير، کابل او د لوګر د ولايتونو د فوايد عامې رياستونه په دې پروژه کې د وسايطو په برخه کې همکاري کوي.
د لوګر والي محمدحليم فدايي وايي: له اتو کلونو وروسته د دغه سړک جوړول د لوګر، کابل او په نورو ولايتونوکې د امنيت دښه والي په لاره کې ګټور ګام دى.
د خبرځاى دڅرکندونوله مخې: د ازرې ولسوالۍ يوه مواصلاتي لاره لوګر او بله لاره ننګرهار ته لري چې دواړه لارې د نا امنيو له امله د خلکو پرمخ تړلي دي او دا کار د دې سبب شوى دى چې همدا اوس يوه اووه منې بورۍ اوړه په ٢٧٠٠ افغانيو وپلورل شي.
0 1 دقیقه لوستل