فرهنګ

حامدکرزي، یو شمېر شاعران په مکافاتو و ویاړل

کابل باخترد جوزا دمياشتې٢٣ نيټه

 د افغانستان د اسلامي  جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي  په هغې  غرمنۍ میلمستیاکې ګدون وکړ چې په علمي او فرهنګي چاروکې د جمهوري ریاست د سلا کار وزیر د سرڅیړونکي زلمي هېواد مل له خوا د پسرلنۍ مشاعرې په موخه شاعرانو او لیکوالانو ته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ

له دغې میلمستیا وروسته د یوې مشاعرې په ترڅ کې د هېواد د بیلابیلو ژبو یو شمېر شاعرانو د پسرلي او په هېواد کې د روانو حالاتو په باب خپل شعرونه ولوستل.

بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکتر سید مخدوم رهین د هېواد له جمهوررئیس څخه مننه وکړه چې هر کال یې شاعران او لیکوالان د بیلابیلو په مناسبتونو خپل حضور ته منلي او د شعر په ژبه یې د هغوی د زړه غږونه  اوریدلي دي.

ده وویل: سږکال د هېواد جمهوررئیس یو بل نوښت هم وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د هېواد  د بیلابیلو ژبو هغه شاعران چې ډیر ادبي اثار یې ټولنې ته وړاندې کړي دي،  وستایي او قدردانۍ  يې وکړي.

رهین وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوررئیس د دغې لارښوونې له مخې د یو کمیسیون له لارې د هېواد څلورتنه هغه شاعران چې د پښتو، دري، ازبکي او پشه یي ژبو د شعر په برخه کې ګڼ شمېر کتابونه چاپ کړي دي، په نخښه او د جمهوري ریاست عالي مقام ته د مکافاتو لپاره پیشنهاد شول چې د جمهوررئیس له خوا هغوی ته نغدي مکافات او افتخاري تقدیرنامې منظورې شوې چې په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ومومي.

حامد کرزي د هېواد د بیلابیلو ژبو شاعران وستایل ،اووې ویل خوښ یم چې د هېواد شاعرانو په خپلو شعرونوکې په هېواد پورې اړوندو مهمو موضوع ګانو ته ځای ورکړی چې دا پخپله له هېواد سره د هغوی د مینې څرګندونه کوي.

جمهوررئیس  وویل: له روان کال څخه موږ د هېواد د شاعرانو د ستاینې او تقدیر لړۍ پیل کړي چې په راتلونکې به دا لړۍ نوره هم پراخه شي.

 

حامدکرزي د دغې مشاعرې په پای کې د دغو شاعرانو د غوره خدمتونو له امله ښاغلی استاد محمد صدیق پسرلی، آغلې آصفه شاداب، ښاغلی نصرالله پرتو نادري او ښاغلي محمد زمان کلمانی د سل سل زره افغانیو په نغدي مکافاتو او په افتخاري تقدیرنامووویاړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته