سیاست

دقوانينو دکميټې غونډه دجمهور رييس دمرستيال په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر دزمري اوولسمه :
دکابينې دقوانينو دکميټې غونډه نن دجمهور رييس ددويم مرستيال او ددغې کميټې درييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ جوړه شوه او دخبرو وړ موضوعګانو په باب لازم تصميمونه ونيول شول .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې له اجندا سره سم دعمومي خدمتونو په وړاندې کولو کې دعامه او خصوصي مشارکت مقرره طرحه شوه او دجمهور رييس مرستيال ددغې مقررې  داهميت په باب څرګنده کړه  دعامه اوخصوصي مشارکت مقرره  يو نوى سند دى چې مفاد او مادې يې تراوسه پورې دهېواد په تفنيني  سندونوکې شتون نه لري او په دې وروستيو وختو کې دماليې وزارت له خوا دعدليې وزارت او دنورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ  جوړ شوى دى .
ده زياته کړه دحکومت يوه ډيره مهمه دنده او تکليف د عمومي  خدمتونو وړاندې کول دي او دغه مقرره  ددولت او دخصوصي برخې  دمشارکت په چلند سره دخدمتونو دوړاندې کولو لارې چارې مشخص کوي چې تراوسه پورې  ددغه چلند په باب کوم تقنيني سند شتون نه درلود .
قانونپوه دانش  دغه راز ټينګار وکړ چې ددغې  مقررې تصويب سربيره پردې چې دافغانستان ددولت يوه نړيواله ژمنه عملي کوي په زياترو قرار دادي مسئلو کې دپرانستلو  او دغه راز دکار موندلو او دخصوصي او دعمومي سوکالۍ دبرخې دپياوړتيا سبب هم  کيږي .
دغونډې دغړو له خبرو او څيړنې وروسته دغه مقرره په اصولو کې دقوانينو دکميټې له خوا تاييد شوه او پريکړه وشوه چې په مقرره کې دقوانينودکميټې او داړوندو بنسټونو دغړو له خوا دطرحه شويو نظريو دشاملو لپاره دې دماليې او عدليې وزارتونه او دملي تدارکاتو اداره دروانې اوونۍ ترپاى پورې بشپړه کړي او دتصويب لپاره دې کابينې ته وليږي
دغه راز په غونډه کې دځمکنيو ليږدونکو وسايطو دجواز سير  دمقررې دځينو مادو دزياتوالي او تعديل طرحه وڅيړل شوه .
دغونډې غړو په شخصي ليږدونکو وسايطو ددولتي لمبر پليټونه  ويش دقانون پرخلاف وباله او تاييده يې  نه کړه دغه راز پريکړه  وشوه  چې دعدليې اوکورنيو چارو وزارتونه دې موضوع يوځل بيا  وڅيړي اونتيجه دې  دوروستي تصميم نيولولپاره کابينې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته