کابل باختر د غبرګولي څليرويشتمه :
په کونړ ولايت کې دناتو دځواکونو دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل دباختر اژانس خبريال ته وويل: دناتوجنګي الوتکو تيره شپه دکونړ ولايت دوټه پورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
خبرځاى وويل په دې هوايي بريد کې شاملو ځواکونو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ