سیاست

اجرائیه رئیس د خلکو په فردي ازادۍ او حقونو معامله نه کېدونکې ده

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
د ولسي تړون ملي پروګرام نن په ارګ کې د جمهوررييس او اجرائيه رئیس په ګډون پرانیستل شو. دغه پروګرام د ملي پیوستون پروګرام له تجربوڅخه په ګټنې د افغان حکومت له لوري جوړ شوی دی.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ولسي تړون په پرانست غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله دا د افغانانو لپاره ښه خبر وباله او ویې ویل، له نیکه مرغه چې د ملي یووالي حکومت د خپلو ژمنو په لړ کې یوه بله هغه هم په عمل کې ثابته کړه.
اجرائيه رئیس وویل، دا د حکومت اوخلکو ترمنځ یو اساسي تړون دی، چې د افغانستان ګوټ ګوټ ته د ټولنې زیانمنو او مستحقو کسانو ته خدمات وړاندې کوي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په وینا، دا یو ریکارډ دی چې حکومت شپږ میاشتې وړاندې د دې پروګرام د جوړېدو اعلام وکړ او دا دی له نیکه مرغه له شپږو هڅو وروسته له ژمنې سره سم حکومت خپل کار په مخ بوته او نن دا پروګرام پرانیزي.
اجرائیه رئيس وویل، په دې پروګرام کې د ملي پیوستون پروګرام چې په کلیو کې ترسره شوی و، له ټولو مثبتو ټکو ګټنه شوې او کمزوري ټکي یې پیاوړي وشوي او توپیر یې ورسره دا دی، چې دا پروګرام په ټولو کلیو، ولسوالیو او ښارونو کې پلی کېږي.
د هغه په خبره، د دې کار کیفیت له دې هم ښکاري، چې د یوې بین الوزارتي همغږۍ له لوري به مخ ته وړل کېږي، د دې پروګرام بریا سره له دې چې ملت ته وګرځي او د خلکو له همکارۍ پرته نشي بریالۍ کېدای؛ خو د وزارتونو همغږۍ ته هم اړتیا لري.
ده له نړیوال بانک او نورو همکارانو څخه چې د دغه پروګرام ملاتړى کړی او په جوړېدو کې یې هڅې کړي، مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا ملي پروګرام د خلکو او حکومت او په حکومت کې دننه د همکارانو ترمنځ د همکارۍ یوه ښه بېلګه او ازموینه ده.
د هېواد اجرائيه رئیس وویل، چې د دې پروګرام اساسي موخه د لوږې او وزګارتيا له منځه وړل او د کلیوالي بنسټونو پياوړي کول دي، چې د په ټول افغانستان کې به پلي کېږي او پلي کېدل یې د دولتي همکارانو او خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.
ده وویل، دا پروګرام باید له هر ډول تبعیض، کم کارۍ او کم هماهنګۍ پرته، په شفاف ډول ترسره شي، چې دا هم د نړیوالو او هم د افغانانو غوښتنه ده.
هغه وویل: د دې پروګرام یوه ګټه دا هم ده، چې هېوادوالو ته اعتماد په نفس ورکوي. هره پروژه به چې پخوا پلي کېده د کوم هېواد له لوري نو هېوادوالو به د هماغه هېواد پروژه بلله. دا پروګرام د افغانستان د حکومت له لوري پر مخ وړل کېږي، چې خلک یې په برياليتوب کې مهم رول لري. هره پروژه به خلک د خپل ځان وګڼي، له دولت، هېواد او خلکو سره به یې همکارۍ روحیه پياوړې شي.
ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلې وینا کې هغو اندېښنو او نیوکو ته هم ځواب ووایه، چې وايي، د حلکومت مهال پای ته رسېدلی دی: د هېڅ شي وخت نه دي پوره شوی. حکومت به خپل قانوني مهال پوره کوي. موږ باید انتقادمنوونکي و اوسو، کمي کاستي په خپل کار کې لرو؛ خو بې له لاسته راوړنو هم نه یو.
ده په دې برخه کې د ګردن دېوال سړک، د سالنګ د دویم تونل، د مزار لپاره د برېښنا د خپلواکې پروژې، د کجکي برېښنا بند د فعالیدو او نورو مهمو پروژو یادونه وکړه، چې چارې یې پيل شوي او د یوشمېر موسسو تړونونه شوي دي.
هغه وویل، چې د بروکسل کنفرانس ته ښه چمتووالی نیول شوی او هیله لرو، چې نړیواله ټولنه به د دوی له تصور پورته تعهدات وکړي.
اجرائيه رئيس وویل: هغه کسان چې اوس بې ځایه پروپاګنډې خپروي او نیوکې کوي. باید شاو خوا سترګې پرانیزي. چې څه میراث یې پرېښی و او اوس حکومت په کوم پړاو کې روان دی. په سیاسي مسایلو کې هر سړی خپله لار خپله انتخابوي؛ خو په ملي ګټو او د هېواد د سلامتۍ په مسایلو کې باید هر څوک د ځان لپاره حد ا و حدود وټاکي.
ډاکټر عبدالله مدني حرکتونه د هر چا حق وباله او زیاته یې کړه، چې ټاکنیزو اصلاحاتو چارې پیلېدونکي دي او دا د ملي یوالي د حکومت ژمنه وه، چې اوس پلې کېږي.
اجرائيه رئيس له حزب اسلامي ګوند سره د سولې بریالۍ پروسه یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې د خلکو په فردي حقونو او ازادیو هېڅکله معامله نه ده شوې او نه به وشي.
ده وویل: اوس هر څوک وايی چې دومره قیمت ورکړل شوی یا هومره قیمت. خو زه وایم چې د جګړې قیمت تر ټولو ګران او دروند دی.  هغوی چې غواړي د خلکو په وژلو او د خلکو د عامه شتمنۍ په لوټلو سره به دوی ځای ته ورسېږي، دا د تېرو پنځلسو کلونو او هم د تېرو ۳۵ کلونو جګړو ښکاره کړې، چې دا کار کېدونکی نه دی.
اجرائيه رئیس ډاډ ورکړ، چې د خلکو حقونو او ازادیو ته حکومت پام کړی او دا د حکومت په جېب کې شته څه شي نه دي، چې چاته به یې ورکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته