امنیت

په بره کي برک کې ځانمرګې بريد شنډ کړى شو

کابل- باختر دکب دمياشتې  شپږمه :
د تروريستانو په مازدا موټر کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي په بره کي برک  ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا شنډکړى شول .
  په دوو تنو تروريستانو کله يې چې غوښتل نن د لوګر ولايت د بره کي برک  ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه ځانمرګې بريدترسره کړي؛ دپوليسو له خوا بريد وشو چې د يوه ځانمرګې چاوديدونکي توکي وچاوديدل او بل يې په تيښتې بريالى شو .
دلوګر ولايت د بره برک ولسوال محمدرحيم امين د باختر آژانس  خبريال ته وويل: د ځانمرګې بريد مړى چې بريد پرې وشو، د ميدان وردګو ولايت د اوسيدونکى عبدالخالق دعبدالله د زوى دى .
دويم ځانمرګې يرغلګر له ساحې څخه په تيښتې بريالي شو چې امنيتي ځواکونو دهغه د نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
امين وويل: د تروريستانو مازدا ډوله موټر چې چاوديدونکي توکي پکې بار دي؛ دپوليسو له خواضبط  شوى دى او چاوديدونکي توکي يې شنډکړى شوي دي
د بره کي برک ولسوال دغه راز وويل: په هغې چاودنه  کې چې وشوه، د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ يو پوليس ټپي شو چې د ائتلاف د ځواکونو روغتون ته ليږدول شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته