فرهنګ

د اسلام د سترپيغمبر د اهل بيت د ژوندانه او کارنامو سيمينار جوړشو

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٠  :
د اسلام د ستر پيغمبرحضرت محمدمصطفى (ص) د اهل بيت د ژوندانه او کارنامو د سيمينار څلورم پړاو پرون د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني د پيغام په لوستلو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالارکې ترسره شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
دغه سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اهتمام او په فرهنګي چاروکې  د جمهوررئيس د سلاکار اسدالله غضنفر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ډاکتر کمال سادات، د دغه وزارت د معينانو او رييسانو، درنو عالمانو ، روحاني شخصيتونو او د يوشمېر دولتي مسوولينو په ګډون جوړشو.
د دغه سيمينار په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس  محمد اشرف غني پيغام په فرهنګي چاروکې د جمهور رئيس د سلاکار اسدالله غضنفرله خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي: ((له ټولو مخکې د محرم او د حسيني عاشورا د را رسيدو په مناسبت د خپلې ډاډګيرنې او تعزيت مراتب،د نړۍ ټولومسلمانانو په تېره بيا د افغانستان  مسلمان او ديندار ملت ته وړاندې کوم. دغه راز د اسلام د سترپيغمبر حضرت محمدمصطفى (ص) داهل بيت د ژوندانه او کارنامو د سيمينار د څلورم پړاو د جوړولو په خاطـــر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه او قدرداني کوم.))
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي: د اسلام د ستر پيغمبر يارانو او اهل بيت او درنو ميرمنو يې چې امهات مومنين وې؛ په نړۍ کې د دغه آسماني دين په پراختيا او په سمه توګه د لارښوونې د چينې د تږو کسانو د روزنې په لاره کې  اساسي رول درلود.د هغوى له غوره اخلاقو او حميده خصلتونو سره بلدتيا  کولاى شي د دغه مبارک او روښانه تګلوري د تعقيبولولپاره د مسلمانانو د نسلونو لاره روښانه کړي او د هغو بې لاريتوبونو مخه ونيسي چې له دين څخه  د غلط تعبير له امله رامنځته کيږي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې
مژګان مصطفوي خبرې وکړې او ويې ويل چې عاشورا د اسلامي نړۍ دتاريخ يوه ډيره مهمه پيښه ده او د اسلامي ارزښتونواو بارونو په بيا احياکولوکې ددغه ستر او بې ساري غورځنګ رول ډير مهم دى.
ده زياته کړه: په همدې دليل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځان د حسيني ماتم ځپلو په غم کې شريک بولي او د دغه ستر او بې ساري غم له امله مسلمان ملت ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندوي.
مصطفوي زياته کړه چې امام حسين او د آنحضرت  اصحابان د عشق د مکتب مينان او د ولايت د حريم عاشقان دي چې د کربلا په برخه کې يې د عاشورا خونړۍ حماسه رامنحته کړه .
دغه راز په دې سيمينارکې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص )  د اهل بيت د ژوندانه او کارنامو د سيمينار د څلورو پړاو په اړوند د افغانستان شيعه عالمانو د شورا د رئيس  آيت الله محسني پيغام د دغې شورا د دارالانشا د رئيس محمدحسين محقق زاده او د افغانستان د اسماعليه  شيعه ګانو د مشر  سيدمنصورنادري پيغام د حکيم ناصر خسرو بلخي د فرهنګي مرکز د مرستيال محمدارشاد معنوي له خوا ولوستل شول.
وروسته د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئيس مولوي قيام الدين کشاف  د عاشورا د زړه بوږنوونکې پيښې په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه پيښه  ١٣٧٧ کاله مخکې رامنځته شوې ده او د اسلام د ستر پيغمبر د کورنۍ ٧٢تنه غړي په کربلا کې شهيدان شول.
ده زياته کړه چې حضرت امام حسين او د اسلام د ستر پيغمبر اهل بيت د نابرابرۍ ، ظلم ، د ديکتاتورۍ د نظام او د بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه وکړه.
له دې امله د هېواد ټول ملت او ټول مسلمانان دې د امام حسين او د هغه د يارانو له مبارزې څخه په الهام اخيستلو سره ، د ټولو ستونزو په وړاندې مبارزه وکړي  او د مسلمانانو د برياليتوب رمز د هغوى په اتحاد، اتفاق او پيوستون کې دى.
د دغه سيمينار بل وينا وال د ولسي جرګې دويم نايب شيخ نعمت الله غفاري هم د اسلام د سترپيغمبر د اهل بيت د ژوندانه او کارنامو په اړوند معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې مسلمانان دې بايد په دغه شان غونډوکې د اسلام د سترپيغمبر د اهل بيت له کارنامو څخه ګټه واخلي او په اسلامي اخوت او اتحاد سره د هغو پيروي وکړي.
دغه راز په دې سيمينارکې د پل خشتي د جامع جومات امام مولوي عنايت الله بليغ، دکابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد ډاکترمحمدايازنيازي، ديني عالم ابراهيمي او محمدفياض روزګاني،  د افغانستان  د شيعه عالمانو د شورا غړو محمدحسين جعفري او آيت الله سجادي په وار سره د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمدمصطفى (ص) او د اهل بيت د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو او کارنامو په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې له اهل بيت سره محبت د ايمان يوه برخه ده او هغه څوک چې په خپل زړه کې له اهل بيت سره  محبت ونلري، ايمان يې ناقص دى .
دوى د مسلمانانو په تېره بيا د هېواد د خلکو په يو والي او پيوستون باندې ټينګار وکړ او د اسلام د ستر پيغمبر د اهل بيت د کارنامو  پيروي يې  په باطل د حق د برياليتوب او د مسلمه امت د برياليتوب ضامن وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته