کابل/ د کب ٢٢ مه / باختر
د افغاني سرې مياشتې مرستيال د ترکيې د خيريه بنسټ له مسوول سره په کتنه کې وويل، له افغانانو سره لومړنۍ مرستې زياتې مهمې دي چې وکولاى شي په خپلو پښو ودرېږي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خپرونو دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا نورالدین ترابي د ترکیې د کولتاش خيريه بنسټ له مشرمصطفی برات سره وکتل.
په دې کتنه کې ملا ترابي د افغانستان د خلکو لپاره بشري مرستې مهمې وبللې او ويې ويل چې د افغانستان خلک خوراکي توکو ته زياته اړتيا لري او د زياتو مرستو غوښتنه يې وکړه.
په همدې حال کې د ترکيې د خيريه بنسټ رييس وايي چې له افغانستان سره د مرستو د زياتوالي هوډ لري او په همدې موخه يې افغانستان ته سفر کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شپږو مياشتو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري په مرکز او ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو خوراکي اوغير خوراکي توکي وېشل شوي دي.
\ ذ