کابل باختر دوري دوه ويشتمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د کامديش ولسوالۍ په مربوطاتوکې بريد وشو .
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل چې يرغلګرو د ډيورنډ له کرښې څخه له را اوښتو وروسته غوښتل چې د نورستان ولايت په اړوندو سيموکې پټ شي چې د افغان سرحدي ساتوونکو له خوا پرې بريد وشو .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په نورستان کې د يولړ چاودنو مخه نيولې ده.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: امنيتي مامورينونن سهار د سيمې د خلکو په همکارۍ شپږ ماينونه د نورستان ولايت په ګڼ ميشتو سيموکې کشف او شنډ کړل .
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې بمونه او ماينونه ښخوي؛ هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .
0 1 دقیقه لوستل