ټولنه

په علومو اکاډمۍ کې –علمي څيړنيز سيمينار جوړ شو.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
په افغانستان کې دجګړې د دوام دعلتونو او عواملو او په اسلامي شريعت کې دهغې دحل دلارو چارو تر عنوان لاندې علمي – څيړنيز سيمينار دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دپيغام په لوستلو سره نن دافغانستان دعلومو په اکاډمۍ کې جوړ شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ددغه سيمينار په پيل کې دجمهور رييس پيغام دافغانستان دعلومو اکاډمۍ د اسلامي علومو دبرخې دمرستيال
سيف الرحمن ستانکزي له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي چې سوله دافغانستان دخلکو هميشنۍ هيله ده او د ترقۍ او پرمختګ لپاره يو لازمي کار دى .
او هيله کيږي چې عالمان او پوهان په دې سيمينار کې دجګړې عوامل او علتونه وپيژني او په هيواد کې دسولې د ټينګښت لپاره دمناسب حل لارې چارې طرحه کړي.په دې سيمينار کې دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دعقيدې او ثقافت دمرکز رييس اصحاب الدين رحماني وويل چې په افغانستان کې دجګړې علتونه او عوامل سياسي ، ټولنيز او فرهنګي اړخونه لري او هيله ده چې په دې سيمينار کې دعالمانو او پوهانو له خوا په هيواد کې دسولې او امنيت د ټينګښت او تامينولو لپاره مناسبې طرحې وړاندې شي.
يو شمير ديني عالمانو ،پوهانو او دپوهنتونونو استادانو په دې سيمينار کې دسترسى اتباع کشور به حقوق اساسي و تاثير آن درجنګ روان کشور ،تامين عدالت جزايي و نقش آن در جلوګيري از جنګ ويکي از اعوامل جنګ بيکاري وراه حل آن تر عنوانونو لاندې خپلې مقالې ولوستلې.
دغه راز دسيمينار برخه والو په هيواد کې د روانې جګړې د دلايلو او په اسلامي شريعت کې دهغې دحل د لارو چارو په باب ګروهي خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته