سیاست

په ننګرهار ښار کې د وروستي ترهګریز برید په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان د غندنې پېغام

کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٤ مه:
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه ګړ چې د هېواد او  ولس دښمنانو د ننګرهار په جلال آباد ښارکې د ماشوم ساتنې نړیوالې موسیسې پر ودانۍ ډله ییز برید کړی او یو شمېر کارکوونکو او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
پر آزادو او خېریه بنسټونو برید د ټولو اصولو او قوانیونو خلاف عمل دی؛ د هېواد او ولس دښمنان غواړي چې د عامو خلکو په وژلو او ډارولو سره خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
دا او دې ته ورته بزدلانه بریدونه د ترهګرو د جګړې په ډګر کې د ناکامۍ یو ښکاره بیلګه ده چې غواړي د خېریه، عامه ځایونو او خلکو په نښه کولو سره خپل وحشت خپور کړي.
دغه ډول ترهګریز او ناځوان مردانه بریدونه چې ولسي خلکو ته پکې زیان رسېږي په کلکو ټکو غندم او له الله تعالی څخه د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت ، ټپیانو ته یې بېړنۍ روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبرغوښتنه کوم.  پاى- ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته