سیاست

اجرائیه رئیس په پکتیکا کې پر ملکي خلکو بريد په کلکه غندي

کابل باختر دتلي شپږمه
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د پکتیکا ولایت د لوبو په ډکر کې د افغانستان د دښمنانو وروستۍ بريد، چې له امله يې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ولسي خلک شهیدان شول، په کلکه غندي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوندداجرائيه رياست دمطبوعاتي له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي ،اجرائيه رييس ډاکترعبدالله عبدالله د پيښې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپيانوته دسملاسي روغتيا او خواخوږو ته یې صبر غواړي.
ده د خلکو او خاورې د بدرنګو او تور زړو دښمنانو له خوا دغه ډول عملونه د هر مذهب، دین، قانون، ټولنې، فرهنګ او انساني اساساتو خلاف کار بولي او په مخنیوي کې یې د شاملو لورو د اساسي همکارۍ غوښتنه کوي.
ډاکټر عبدالله وايي، چي دغه ډول بریدونه د هیڅ ډول توجیه او بخښني وړ نه دي او افغان حکومت به ددغو بریدونو تر شا له ولاړو لوریو سره جدي چلند وکړي.
اجرائیه رئیس وويل، چي حکومت ټول هغه اقدامات کوي، چي د افغانستان او افغانانو د امنیت سبب کيږي.
ده اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته امر کړی، چي ددې پیښي د عاملینو په نیولو کي ټول امکانات په کار واچوي او پر ضد یې لازم قانوني چلند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته