خبرونهاقتصادTOP

د ستنډرډ ملي ادارې ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول

کابل، د غوايي ۲۹مه، باختر

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ورګرځولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر له لارې يې ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. 

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې سلګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته