امنیت

په کابل کې يو پلار خپل زوى وواژه

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
په کابل کې نن له غرمې مخکې يو پلار خپل ځوان زوى وواژه.
د کابل د امنيې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز باختر آژانس ته وويل چې دغه پېښه د کابل ښار د ١۶مې ناحيې په مربوطاتو کې رامنځته شوه.
فرامرز زياته کړه چې د دغې وژنې علت تراوسه نه دى مشخص شوى او پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته