کابل باختر د مرغومي پنځلسمه :
دوه تنه له يوې اندازې نشه يي توکو سره په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه نشه يي توکي نن سهار دکابل ( جلال اباد دلوى لارې په اوږدو کې ددرونتې په ساحه کې کشف شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې انډي کې څه ناڅه پنځوس کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
ده وويل نيول شويو کسانو دنشه يي توکو انډي په مهارت سره په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړى شوي و او غوښتل يې چې هغه دمارکو بازار ته وليږدوي .
ددغې پيښې په اړوند يو سړى نيول شوى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ