امنیت

په کنړ کې دديارلسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دليندي  اووه ويشتمه :
١٣ تنه  ډار اچوونکي په کنړ ولايت کې له پوځيانو سره  په نښته کې  ووژل شول
دغه جګړه دډيورنډ  کرښې په يوه صفري سيمه کې  هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دسرحدي مامورانو دسپرلۍ  په کاروان بريد وکړ . 
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې  دشپږو پاکستانيانو  په ګډون ١٣ تنه ووژل شول .
ويل کيږي ددغې نښتې په بهير کې  دوسله والو يرغلګرو طالبانو څو جنګي وسايل او موټرسايکلونه دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
په دې نښته کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته