کابل باخترد وږي پنځلسمه :
د فراه پوهنتون د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره نن د دغه ولايت د والي محمد آصف ننګ له خوا کيښودل شوه.
د فراه پوهنتون رييس رکن الدين مشکاني دباخترآژانس خبريال ته وويل: پخوا د ښاروالۍ له خوا دوه زره جريبه ځمکه د فراه پوهنتون لپاره ټاکل شوې وه چې نن د جوړولوکار يې په همدې ساحه کې پيل شو.
خبرځاى وويل: په دغو تاسيساتوکې له ټولو ملحقاتوسره يې تدريسي او اداري ودانۍ شاملې دي چې د دولت او د ماليې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ٤١ مليونو ٦٣٤ زرو افغانيو په لګښت په عصري او معياري ډول په دوو پوړونو کې جوړيږي .
خبرځاى زياته کړه: د دغو تاسيساتو د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې د فراه پوهنتون رييس، د دولتي ادارو رييسانو او د ولايتي شورا غړو ګډون کړې و .
ددغه پوهنتون دجوړولو کار به په اتلسو مياشتوکې پاى ته ورسيږي .
ويل کيږي؛ د فراه د لوړو زده کړو موسسه شپږ کاله مخکې جوړه شوې وه او اوس د کرنې، ښوونې او روزنې، شرعياتو او د اقتصاد په برخوکې څلور پوهنځي لري.
0 1 دقیقه لوستل