امنیت

لس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
په ننګرهار کې ۱۰ وسله وال طالبان په هوايي بريد کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو نن سهار کله چې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونو ته چمتو کېدل، د شېرزادو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دوى پر پټنځي بريد وشو.
د ننګرهار يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په هوايي بريد کې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل چې دغو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل نيت درلود چې بريدونه پرې وشول.
په بريدونو کې د وسله والو طالبانو پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه یوړل شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته