سیاست

جمهور رئیس غني د هېواد عمومي امنیتي حالت وڅيړه

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١٣ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د توحید له مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد عمومي امنیتي حالت وڅيړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ویډیویي کنفرانس کې چې د کورنیو چارو وزیر، د ملي دفاع وزارت سرپرست او د دغه وزارت مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، د ملي امنیت لوی رئیس، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د شمال او جنوب لویدیځ زون او د هلمند د قول اردو قوماندانانو، د ارزګان او بامیانو والیانو حضور درلود، لومړی د افغانستان جمهور رئیس د ملي حاکمیت د ساتنې، د ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد د امنیت د ټینګښټ په لاره کې  د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبانو د میړانې او سرښندنې قدرداني وکړه او د وسله وال پوځ د شهیدو منسوبانو او همدا راز د شهیدو شویو ملکي هېوادوالو ارواوو ته یې دعا وکړه.
بیا، د هېواد د عمومي امنیتي حالت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لازمو محاربوي وړتياوو د لوړیدو او د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو ولایت د رسمي نومونې لپاره د جوړېدونکو مراسمو د چمتوو الي په باب خبرې وشوې.
جمهور رئیس غني د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو ولایت د نومونې د مراسمو په ښه ډول د ترسره کولو لپاره د بېلابېلو دولتي ارګانونو ترمنځ همغږۍ او لا ډېرو هڅو ټینګار وکړ او اړوندو ادارو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغو مراسمو پرځای کېدل د افغانستان لپاره مهم وبلل، ويې ویل: په پام کې ده چې د سارک سازمان د غړو هېوادونو لوړ پوړي میلمانه په دغو مراسموکې ګډون وکړي چې په کابل کې به زما له خوا ورته تود هرکلی وویل شي.
د ویډیوکنفرانس په بله برخه کې د افغانستان جمهور رئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبانو د د ژوندانه حالت د ښه والي لپاره لارښوونه وکړه چې د هوایي قول اردو او د ځانګړو عملیاتو ځواکونو ته دې اعاشه د کالوري د مصرف له مخې په پام کې ونیول شي او په دې اړه دې ډېر ژر اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته