امنیت

يوسيمه ييز خبريال په هلمند کې ووژل شو

کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر
په هلمند کې د ازادى راډيو سيمه ييز خبريال د بم په چاودنه کې ووژل شو.
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ بم د دغه خبريال په موټر کې ځاى پرځاى شوي واو نن سهار کله چې په لښکرګاه ښار کې د خپل دفتر په لور روان و ، وچاودېد.
په دې چاودنه کې درې ملکيان ټپيان شول.
د هلمند يو امنيتي مقام له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل چې په دې چاودنه کې د ازادى راډيو سيمه ييزخبريال محمد الياس داعى وژل شوى اودرې نور ملکيان ټپيان شوي دي.
تراوسه پورې د دغه خبريال د ترور مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى خو يوشمېرامنيتي خبرځايونو وسله وال طالبان د دغه ترور عاملين بولي .
داپه داسې حال کې ده چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت او د بشر او د ژورناليستانو د حقوقو کورنيواوبهرنيو مدافع بنسټونو په افغانستان کې پرخبريالانو د بريدونو د زياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړې ده.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته