کابل باخترد کب اتمه :
دننګرهار ولايت په مربوطاتوکې دملي اردو او دملي پوليسو د ځواکونو په چاڼيزوعملياتوکې ٥٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندازه وسلې اومهمات يې ترلاسه شول.
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات پرون د ننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول.
ده زياته کړه چې دغه عمليات دهيواد د وسله والو ځواکونو په تېره بيا د ملي اردو له خوا د کونړ ولايت دغازي آبادولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والومخالفينو د هغه بريد په ځواب کې ترسره شول چې ٢١ تنه ميړني سرتيري پکې شهيدان شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ