خبرونهامنیت

ولسونه: پر امنیتي ځواکونو د نوي یونیفورم په وېشل کېدو سره په ښارونو کې نظم رامنځته شوی دی

کابل، د چنګاښ ۲۷ مه، باختر

له کابل وروسته څو ورځې وړاندې په کندهار کې هم پر امنيتي ځواکونو نوی يونيفورم ويشل شوی دی.

د يونيفورم د وېشلو په مراسمو کې د کندهار والي حاجي محمد يوسف وفا ویلي، چې تر دې وروسته به د ښار ټول امنيتي ځواکونه منظم يونيفورم ولري او څوک نه شي کولای، چې په شخصي جامو کې و پلټي او يا هم نور امنيتي فعاليتونه ترسره کړي.

د يونيفورم د وېشلو څو ورځي تېرې شوې دي، په قندهار کې د باختر آژانس خبریال د ښار بېلا بېلو برخو ته ورغلی، هغه امنیتي ځواکونه یې کتلي چې نوی یونیفورم یې پر تن کړی او د ښار امنيت له پاره په دنده بوخت دي.

څو تنو امنیتي ځواکونو باختر آژانس ته ویلي: “موږ شپه او ورځ د خپلو خلکو په خدمت کې يوو، د هرې سيمې د امنيت ساتلو وظيفه چې را وسپارل شي، موږ یې په مېړانه او پوره اخلاص ترسره کوو، موږ خوشاله يوو، چې منظم لباس مو پر تن کړی او د خپلو وطنوالو خدمت ته ولاړ يوو.”

امنیتي ځواکونه وايي:”موږ يخ او ګرمي نه ګورو، چې ولس مو ارام وي، داسې یې ګڼو چې موږ ارام يوو، د وطن هر برخه موږ د خپل کور په څېر ګڼو او امنيت ساتل یې پر موږ فرض دي. څو ورځې مخکې موږ ته نوی لباس را وويشل شو، اوس تاسو وينئ، چې ټولو امنيتي ځواکونو نوی لباس اغوستی او د امنيت ساتلو له پاره په وظيفه بوخت دي.”

 

په ورته وخت کې د کندهار ښاریان وايي: “د امنيتي ځواکونو نوی لباس ډېر ښه کار وشو، چي ور وويشل شو، اوس موږ پوهيږو چې امنيتي ځواکونو را ګرځولي يوو او که نورو کسانو، زموږ هيله دا ده، چې پاتې امنيتي کسانو ته هم نوی لباس وويشل شي او هيڅ امنيتي کس ته اجازه ور نه کړل شي، چې په شخصي جامو کې له وسلې سره وظيفه ترسره کړي.”

ښاریان وايي: ” ډېر ښه خوند کوي چي خپل امنیتي ځواکونه په نوي لباس کي وینو، ، ځکه په شخصي کالو کې ځينې کسان ناوړې استفادې کوي او ولس هم د مسؤلو او نا مسؤلو کسانو فرق نه شي کولای، خو که امنیتي ځواکونه منظم لباس ولري، نو دا ستونزه به نه وي.”

د یادونې وړ ده چې په نظامي برخه کې د هرې برخې امنيتي ځواکونو ته ځانګړی لباس ورکړل شوی، چې د هر ارګان امنيتي ځواکونه سره بېل او ولس یې توپير وکړای شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته