کابل باختر د تلې شلمه :
د چار آسياب ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون درې تنه د جعلکارى په تور ونيول .
دکابل دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په نيول شويو کسانو تور لګول شوى دى چې غوښتل يې له کوچيانو څخه دڅلويښتو زرو جعلي بانکنوتونو په واسطه پسونه واخلي چې د چارآسياب ولسوالۍ د زيارت قلعه له ساحې څخه دپوليسو له خوا ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې: دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پوليسو ددغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دپنځه اتيا ملي متري توپ پنځه ګولۍ ترلاسه او شنډ کړې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ