امنیت

يوديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه :
دهيواد په ځينو ولايتونوکې دملي اردو دمنسوبينو دعملياتو په بهير کې  دڅلورو تنو ماين ښخوونکو په ګډون يو ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندازه وسله اومهمات ترلاسه شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې دغه عمليات دارزګان ولايت دچارچينواو دميدان وردګو ولايت دسيد اباد په ولسواليو او دغزني ، هلمند او دبغلان دولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره شوي دي .
په دغو عملياتو کې دمخالفينو يوموټرسايکل اويوه اندازه وسله اومهمات هم دملي اردو دمنسوبينو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې دملي اردو شپږ تنه منسوبين شهيدان شوي اونهه تنه نور يې ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته