امنیت

دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :

په کاپيسا ولايت کې پرون په تيروتنې سره  دبهرنيو ځواکونو دبمباريو له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان  او نهه تنه نور ټپيان شول.

دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر امان الله باخترآژانس ته وويل  چې دغو کسانو   ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چې طالبانو دتګاب ولسوالۍ  په يوې امنيتې پوستې بريد وکړ  اوپه تيروتنې سره  دبهرنيو ځواکونوله خوا پرې بريد وشو.

ده وويل چې دپيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي  او تر درملنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته