امنیت

يوتن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو .

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
يوتن په بدخشان ولايت کې  دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو .
عبدالجبار په کشم ولسوالۍ کې په خپل کور کې  هغه وخت ونيول شو چې غوښتل يې  ١٥ کيلوګرامه هيروئين قاچاق کړي .
دبدخشان دامنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل چې دعبدالجبار له کور څخه  ١٥ کيلوګرامه نشه يي توکي  ترلاسه کړي دي .
نيول شوى سړى  په لومړنيو تحقيقاتو کې  په بدخشان کې  دنشه يي توکو دپلورنې او قاچاقو په څو پېښو اعتراف کړى دى .   ختم_  ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته