ټولنه

اعتراض کوونکو د جلال آباد – تورخم لويه لاره وتړله

۳۰- کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
په ننګرهار کې سلګونو اعتراض کوونکو د هغه څه په غبرګون کې چې د طالبانو په وړاندې د ولسي پاڅون ځواکونو ته د حکومت بې پروايي بولي؛ د جلال آباد- تورخم لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړله.
دوى وايي چې وسله وال طالبان په وار وار پر دوى بريدونه کوي، خو پوځيان د دوى د ملاتړ لپاره اقدام نه کوي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د ولسي پاڅون ځواکونو يو قوماندان تېره شپه له درېيو افرادو سره يې د جلال آباد – تورخم لويې لارې په تګلوري د طالبانو په بريد کې ووژل شو او د دغو ځواکونو درې نور غړي ټپيان شول.
د دغې پېښې وروسته نن سهار سلګونو ولسي پاڅون کوونکو او د بټي کوټ خلکو سړک ته راووتل او د جلال آباد- تورخم لويه لاره يې د تګ راتګ پرمخ وتړله.
د طالبانو په وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو غړي غلام حضرت باختر آژانس ته وويل: له حکومت څخه غواړو چې د تروريستي ډلو پر وړاندې زموږ ملاتړ وکړي.
له بله پلوه د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل په خپله فېسبوک پاڼه کې په يو پيغام کې له اعتراض کوونکوڅخه غوښتې دي چې له زغم څخه کار واخلي.
هغه لیکلي دي: پر ولسي پاڅون کوونکو د وسله والو طالبانو له بريد وروسته پوځيانو اقدام وکړ او اته يرغلګر يې ووژل.
د ننګرهار والي دغه راز ژمنه کړې ده چې دغه پېښه په پوځي شورا کې څېړي.
ولسي پاڅون کوونکي د سيمې له اوسېدونکو څخه جوړ شوي دي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د تروريستي ډلو د ظلمونو په دليل د هغوى پر وړاندې جنګېږي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته