ښوونه او روزنه

دپارلماني مناظري دسياليو ستاين ليکونه ،کپونه په مستحقو کسانو وويشل شول

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٢ :
دپارلماني  مناظري دسياليو داتلوالۍ کپونه او ستاين ليکونه نن دلوړو زده کړو دوزير له خوا دکابل پوهنتون دانګليسي ژبې دديپارتمنت استادانو اومحصلانو ته ورکړشول.
دباخترا ژانس  دخبرله مخې دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد ددغو ستاين ليکونو اوکپونو دويشلو په مراسمو کې دافغانستان ټولو خلکو ته په دې وياړلي سيالۍ کې دهغوي برياليتوب ارزښتناک وباله.
ده ددغې سيالۍ دپيلولو په خاطر ايفس له دفتر څخه دقدرداني په څرگندولو سره وويل چې  ددغه شان مناظرو ترسره کول نه يوازي دمحصلانو دانګليسي ژبې په پياوړتيا کې اغيزمن دي بلکې کېداي شي دسياسي پوهې دکچې په لوړولو ، دفرهنګ دزغملو اودهېواد دځوان اودراتلوونکې جوړونکې نسل لپاره دمناظري دتاکتيکونو په زده کړي کې مرسته وکړي.
ده په دې اړوند داستادانو اومحصلانو له خوا دښو اوغوره طرحو دوړاندې کولو غوښتنه وکړه.
دپوهنمل اميرمحمدبارکزي شينډنډي دڅرگندولو له مخې دغه سيالۍ دايفس دفتر په مرسته په مرکز او ولايتونو کې د ١٢ پوهنتونونو کې دانګليسې ژبې دديپارتمنتونو ترمنځ پيل شوي  وي .
ده زياته کړه پارلماني مناظره کال په کال ددغه دفتر له خوا دانګليسي ژبې دپياوړتيا ، دمحصلانو دپوهنې دکچې دلوړولو اوددوي ترمنځ دخبرو لپاره ترسره کېږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته