امنیت

جمهور رئیس غني د تروریستانو د برید د په شا تمبولو له امله د کندز د امنیې قوماندانۍ د منسوبانو میړانه او زړورتیا وستایله

-کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندز ولایت د امنیې پر قوماندانۍ د تروریستانو د ننني  برید د په شا تمبولو له امله د دغې قوماندانۍ د منسوبانو مېړانه او زړورتیا وستایله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس غني، نن له غرمې مخکې د کندز ولایت له والي، امنیه قوماندان او د امنیې قوماندانۍ له یو شمېر منسوبانو سره د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې خبرې وکړې.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبانو ته وویل: تاسو د افغانستان رښتیني ساتوونکي یاست چې هم په ټولنه کې عامه نظم تامینوئ او هم د افغانستان د دښمنانو په وړاندې د خپلې خاورې ساتنه کوئ، ستاسو میړانه او زړورتیا ستایم او د هېواد پالنې په لاره کې درته د لا نورو سترو بریاوو هیله کوم.
جمهور رئیس غني همدا راز د کندز د امنیې قوماندانۍ د یو تن منسوب د شهادت له امله چې د تروریستانو په ننني برید کې شهید شوی دی، د هغه کورنۍ او د امنیې قوماندانۍ منسوبانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب څرګند کړل.
د هېواد جمهور رئیس د کندز ولایت والي او امنیه قوماندان ته لارښوونه وکړه چې د ننني تروریستي برید د ټپیانو د درملنې لپاره دې له ټولو موجودو امکاناتو څخه کار واخلي او که په کندز کې د ټپیانو د ښې درملنې امکان موجود نه وي، هغوی دې کابل ته را ولېږدوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته