امنیت

اووه ويشت تنه داعشيان ووژل شول

جلال آباد باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠ :
د داعش د ډلې ٢٧ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل  شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه او نن سهار د روداتو، کوټ او د اچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
د ننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې  اووه ويشت تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: دغه داعشيان کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي  په دغوبريدونوکې  پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان  نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې د جنګي وسايلو درې ډيپوګانې په ننګرهار ولايت کې کشف شوې .
دغه ډيپوګانې د پچيراو اگام او د کوټ په ولسواليوکې د داعشيانو په پټنځيو کې ساتل کيدې .
د ننګرهار ولايت يو پوځي خبرځاى وايي چې له دغو ډپيوګانو څخه يوه اندازه  سپکې او درندې وسلې او  چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته