فرهنګ

دافغانستان دخزانو نندارتون دچين دشينژن ښار په نانشان موزيم کې پرانستل شو .

کابل باختر دوږي  پنځمه :
دافغانستان دخزانو نندارتون دوه ورځې مخکې دچين دولسي جمهوريت دشيزنژن ښار په  نانشان موزيم کې   جوړ شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، هغه هيئت  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعين پوهاند محمد رسول باوري په سرپرستې په همدې مقصد دچين ولسي جمهوريت ته  سفر کړى و دغه نندارتون پرانست .
دنندارتون دپرانستلو په مراسمو کې دشينژن  دفرهنګ معين ميلمنو ته  ښه راغلاست ووايه او وروسته دافغانستان دهيئت په استازيتوب  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري او په بيجينګ  کې  دافغانستان دسفارت دويم سکرتر سيد مهدي منادي ويناوې وکړې.
پوهاند باوري دنندارتون له جوړونکو څخه په مننې سره  دنندارتون داهميت او له تيرې زمانې راپديخوا ددواړو هېوادونو ددوستانه اړيکو دلرغونتيا په باره کې خبرې وکړې او دوريښمو لاره يې دافغانستان او چين  د خلکو ترمنځ ددوستى نښه نښانه وبلله چې  نه يواځې تجارتي او اقتصادي  اړيکې بلکې فرهنګي او عقيدتي اړيکې او آن سياسي  اړيکې تامينولې ددواړو  هېوادونو معاصرو  اړيکو  په برخه کې   پوهاند باوري داوسني نندارتون يادونه وکړه او هغه يې دچين دخلکو په واسطه دافغانستان دفرهنګ او تاريخي دپيژندنې مهمه زمينه وبلله .
  په بيجينګ  کې دافغانستان دسفارت دويم سکرتر سيد مهدي منادي  دنندارتون له جوړونکو څخه دکور وداني دڅرګندولو  په ترڅ کې  دنندارتون په جوړولو کې دسفارت هراړخيزه  همکاري مهمه وبلله او ددواړو هېوادونو داړيکو او د دغه نندارتون رول يې ديو کمربند يوې لارې په نوښت  کې مهم وباله .
په دغو مراسمو کې دغه راز دچين له لوري دنانشان ښار دفرهنګ ، ګرځندوى او دورزش دبرخې مرستيال دبهرنيو هيوادونولپاره دچين ددوستي دسازمان مرستيال او په  چين کې  دهنري نندارتونونو ددفتر مرستيال  ويناوې وکړې او هر يوه يې افغاني هيئت  ته دښه راغلاست  دويلو په ترڅ کې دنندارتون له جوړونو څخه  مننه وکړه .
دوى دغه راز په شينژن  کې دنندارتون جوړول په دې خاطر چې دغه ښار ديو کمربند او يوې لارې دنوښت مهم فرهنګي مرکز دى ارزښتاک وبلل او ددواړو هېوادونو  دفرهنګي همکاريو په دوام باندې يې ټينګار کاوه .
دمراسمو په پاى کې  له وينا وو وروسته ميلمنو ، افغاني هيئت او دمراسمو بلل شويو کسانو په داسې حال کې چې دملي موزيم درييس محمد فهيم رحيمي له خوا دنندارتون دهېواد دتاريخ  او فرهنګ او نندارې ته دوړاندې شويو اثارو  په باره کې معلومات ورکول کيدل نندارتون وکوت .
دافغانستان دخزانو په نندارتون کې له څلورو لرغونو ساحو  فور غونډى ، اي خانم ، طلاټپې  او بګرام  څخه  ٢٣١  قلمه اثار  نندارې ته وړاندې شوي دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته