سیاست

جمهور رئیس غني: کسبګرو ته به په مرکز او ولایاتو کې صنعتي پارکونه ورکړل شي

کابل باختر دغبرګولي شلمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غنينن له غرمې وروستهد افغانستان د کسبګرود ملي اتحادیې له غړو سره چې له بېلابېلو ولایتونو راغلي وو، غونډه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د سوداګرۍ،  کار او ټولنیزو چارو او عدلیې وزیرانو اوکابل ښاروال هم حضور درلود.
د کسبګرو د ملي اتحادیې مشر محمدحسن سپاهي د کورنيو تولیداتو د ملاتړ او په دولتي قراردادونو کې کورنیو تولیداتو ته په سلوکې دپنځلسوغوره بللو په برخه کې د جمهور رئیس اقدامات د هېواد د صنعت د انکشاف لپاره ارزښتناک وبلل. ده د  کسبګرو اړوند قوانینود ځینو بندونو د تعدیل غوښتنه وکړه او د هېواد د کسبګرو بېلابېلې ستونزې یې د حل په موخه جمهور رئیس ته وړاندې کړې.
د سوداګرۍ اوصنايعودخونو لومړي مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي  له جمهور رئیس څخه مننه وکړه چې تل  یې کسبګرو ته پاملرنه کړې. کسبګر یې د ټولنې مهم قشر وباله او په اقتصادي پرمختګ کې یې د دوی د رول یادونه هم وکړه. ښاغلي الکوزي کسبګرو ته  د جواز ورکولو بیه لوړه وبلله.
جمهور رئیس غني ټولو کسبګرو ته د کسبګرو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو له امله یې مننه ترې وکړه. د دغې ټولنې د ستاینې او مډال ورکولو لپاره یې د کار او ټولنیزو چارو وزیرې ته لارښوونه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس د مستاجرانو او مالکانو د مالیې اړوند قانون د تعدیل غوښتنه وکړه ،  د ښارګوټو او صنعتي پارکونو په اړه یې مشخص هدایت ورکړ چې ډير ژر به دوی ته په مرکز او ولايتونو کې صنعتي پارکونه ورکړل  شي.
جمهور رئیس غني وویل، په کونړ کې د ترکانۍ د ۵۴۰۰ فابریکو په مالیاتو دې له سره کتنه وشي او همدارنګه یې د ځنګلونو د احیا او  ساتنې  ټینګار هم وکړ.
جمهور رئیس د ښاروالیوپه  قانون  د غور تر څنګ وویل، هر کسبګر باید د کار جواز ولري، څو له غیر رسمي اقتصاد څخه رسمي اقتصاد ته راشي.. ده  د افغانستان د کسبګرو د ملي اتحادیې غړو ته د صنفي مسایلو د بنیادي حل ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کسبګرو ملي اتحادیه د هېواد په شلو ولایتونو کې دفترونه او نمایندګۍ لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته