کابل / د کب ۲۸ مه / باختر
په نورستان او لوګر کې پرون د قران کریم د ۴۵ حافظانو پر سر د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.
د لوګر د جامع العلوم محمدیه مدرسې مسوول قاري عبدالشکور وايي چې په دغه دوره کې ۲۰ حافظان فارغ شول.
د لوګر یو عالم مفتي حزب الله حقاني وویل چې له بدبختیو د خلاصون یوازینۍ لاره زده کړو ته مخه کول دي.
هغه پر افغانانو غږ وکړ چې چې ځوانان او ماشومان د علم په ګانه سمبال کړي.
په ورته وخت کې د نورستان په واما ولسوالۍ کې هم د قران کریم د ۲۵ حافظانو پرسرد فضیلت پګړۍ وتړل شوې.
ع