ټولنه

په نيمروزکې بزګرانو مرسته ترلاسه کړه

نيمروز/ دتلې ١٤مه / باختر
په نيمروزکې د وروستيو سېلاوونو د راوتلو له امله ٢٠٠ زيانمنو شويو بزګرانو مرسته ترلاسه کړه.
د نيمروز د والي مرستيال محمد نبي براهوي باخترآژانس ته وويل: له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې، پر هرې کورنۍ چې د وروستيو سېلاوونو د راوتلو له امله خپل کورونه پريښي دي او کروندو ته يې زيان اوښتى دى؛ د دوست هېواد هندوستان ١٠٠ کيلوګرامه غنم ووېشل.
براهوي وويل: له بېوزلو کورنيو سره مرسته او همدردي د دوى له اصلي او انساني دندو څخه ده او هلې ځلي کوي چې د نورو بېځايه او زيانمنو شويو کورنيو لپاره د مرستندويو موسسو مرستې جذب کړي.
هغه زياته کړه: په نږدې راتلوونکي له نورو ١٥ زرو کورنيو سره هم د سروې له مخې مرسته کېږي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته