کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
په فارياب ولايت کې دصياد رجب دنجونو د ليسې نوې ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
دفارياب ولايت دپوهنې رييس احمدالله عرب باختر آژانس ته وويل :
دغه ودانۍ د دوه جريبه ځمکې په ساحه کې د ناروي په مرسته د دوه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يو کال کې جوړه شوې ده .
عرب زياته کړه ، دغه ودانۍ اته درسي او دوه اداري خونې ، کتابتون ،لابراتوار او نور ضروري ملحقات لري چې په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده .
ويل کيږي په دې ليسه کې همدا اوس څه دپاسه اووه سوه نجونې په دوو وختونو کې زده کړه کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ