سیاست

جمهور رئیس غني د انجنیر شېرولي وردګ د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل باختر دغبرګولي د مياشتې ١٨مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین په عیدګاه جومات کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي او د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ د ورور انجنیر شېرولي وردګ د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس او د فاتحې ټولو ګډون کوونکو له فاروق وردګ او د ارواښاد د کورنۍ ټولو غړو ، د ولسي جرګې استازو او میدان وردګو ولایت خلکو سره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه او د خدای تعالی په دربار کې یې شهید انجنیر شېرولي وردګ ته د فردوس جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.
د یادونې وړ ده چې انجنیر شېرولي وردګ د روان کال د غبرګولي په ۱۶ نېټه د نوموړي کورته نږدې د خلکو د دښمنانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله په شهادت ورسېد.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته