امنیت

په قندهار کې چاودنې یو پولیس ټپي کړ

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د قندهار ښار د نهمې او اوولسمې حوزو په مربوطاتوکې نن سهار دوه چاودنې وشوې.
عیني شاهدانو د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي دي چې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ملالۍ روغتون ته څېرمه تر پلچک لاندې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې یو پولیس ټپي شو، خو دویمه چاودنه تلفات نه لري.
ویل کېږي شېبه وړاندې د څلورمې حوزې په حضرت جي بابا سیمه کې د قندهار د لویې لارې د کڼدک قوماندان ورور هم ناپېژاندو وسله والو وژلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د شپږمې او پنځمې حوزو په مربوطاتو کې په دوو غلچکیو بریدونو کې درې پولیسان شهیدان شوي وو.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته