امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په راغستان کې ووژل شول

 فيض آباد  باختر دزمري دمياشتې  ١٦  :
دوه تنه وسله وال طالبان تېره شپه د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې             ووژل شول.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول احمد زاهدعمري      دباختر آژانس خبريال ته وويل: د راغستان ولسوالۍ په امنيتي سنګرونو د طالبانو د تيرې شپې په بريدونوکې چې په ډله ييز ډول ترسره شول او د شپې تر يوې بجې  پورې يې دوام وکړ، دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې:
د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې نن سهار د وسله والو طالبانوپه سنګرونو د ګډو امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات پيل شول.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: پوحيانو تر نن غرمې پورې ځانونه دتګاب ولسوالۍ   خمبک کلي ته ورسول او د پرمختګ په حال کې دي.
تر اوسه پورې په دې نښته کې د سر د زيان په باب جزئيات نه دي ترلاسه شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته