امنیت

جمهور رئيس دبهرنيو تروريستانو اوطالبانو ديرغليزو بريدونو په شنډولو کې دامنيتي ځواکونو ميړانه اوزړورتيا وستايله .

کابلباختر د اسد٦
دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس حامدکرزي په مشري دملي امنيت دشورا غونډې د هيواد دبيلا بيلو امنيتي موضوعګانو په باب غور اوخبرې و کړې.
د جمهور رئيس د ويندوى دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه ، لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس يوځل بيا دروژې په مبارکه مياشت او په نيکمرغه کوچني اخترکې  دهيواد په ګوټ ګوټ کې د مقدسه اماکنو دلازيات امنيت په تامينولو باندې ټينګاروکړ اود کورنيو چارو وزارت اودملي امنيت دلوى رياست سرپرستانو په دې اړوند دنيول شويو تد بيرونو دڅرنګوالي ډاډ ورکړ.
وروسته جمهور رئيس دطالبانو د وروستيو يرغليزو بريدونو  په شنډولو کې چېى دبهرنيو تروريستانو په تيره بياد پنجابي اوعربو تروريستانو اودنورو په ګډون ترسره شول په کونړ ولايت کې د ميشتو افغان امنيتي ځواکونو ميړانه او زړورتيا وستايله اوټينګار يې و کړ چې د هيواد د امنيتي ځواکونو دجزوتامونو ټول قوماندانان دنده لري چې دامنيت په دفاع او ترخپل امر لاندې سرتيرو ،بريد ملانو  اوافسرانو دسرپه سا تنه کې زياتې هلې ځلې وکړي .
دغونډې په بله برخه کې دنورستان ولايت امنيتي حالت ددغه ولايت د والي اوسناتورحافظ عبدالقيوم اودکامديش ولسوالۍ ديو تن قومي مخور مولوي محمدصادق په ګډون وڅيړل شو او پريکړه وشوه چې افغان  امنيتي ځواکونه دى دنورستان ولايت ته دغځيدلي مواصلاتي لارې د بياپرانيستلو پلان وڅيړي اودنتيجو په باب دې د ملي امنيت دشورا په را تلوونکي غونډه کې ډاډ ورکړي.
دغه راز دچارو د ادارې اود و زيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست ته دنده وسپارل شوه چې د نورستان ولايت د پرمختيايي پروګرامونو په اړوند دې د کابينې په راتلوونکي غونډه کې خبرې وشي . د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس دنورستان ولايت د مقام ، ولايتي شورا ،سناتورانواوددغه ولايت د منتخبو وکيلانو ترمنځ د ګډو هڅو دپياوړتيا په لاره کې لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته د ملي دفاع وزير دازرې اوحصارک د ولسواليو د امنيتي حالت اودهغو چاڼيزو عملياتو دڅرنګوالي په باب چې همدا اوس په دغوسيمو کې دوام لري غونډې اودافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس ته رپوټ وړاندې کړ اودامنيتي ځواکونو اود ملکي مرکزونو ترمنځ دهمغږي د تامينولو اوله دغوځواکونو سره د خلکو دهمکاري دڅرنګوالي له ا مله خو ښي څرګنده کړه .
دملي امنيت دشورا په غونډه کې څرګنده شوه چې ددوبنيو عملياتو دسختوالي په باب د طالبانو له تبليغاتو سره سره ،امنيتي ځواکونو په ميړانې او زړورتيا سره دخلکو اودهيواد دځمکني بشپړتيا دفاع وکړه او يوځل بيا يې ثابته کړه چې دځمکني بشپړتيا ددفاع اودخلکو دسر اومال دساتنې په لاره کې هر راز سرښندنې ته تياردي .
دغه رازدملي امنيت دشورا دغونډې په بهير کې دپروان والي جنرال عبدالبصيرسالنګي ددغه ولايت د امنيتي حالت په باب رپوټ وړاندي کړ او مشخص پيشنهادونه يې وړاندي کړل چې د هغو دتطبيق په لاره کې يې اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وشوې
سربيره پردې د هيواد دماليې وزير دهيواد دپولو په اوږدو کې دتجارتي مالونو دقاچاقو دلارو دشتون په باب غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړل چې په دې اړوند دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس د کورنيو چارو وزارت سرپرست ته لارښووونه وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دماليې له وزارت سره په تفاهم کې دهيواد دپولو په اوږدو کې دقاچاقو دلارو دبندولو په باب اوسني ستونزې حل کړي اود ملي امنيت دشورا غونډې ته دې ډاډ ورکړي
دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو وزير دافغانستان اوترکمنستان د هيوادونو ترمنځ دګډې پولې په اوږدو کې د امنيت د تا مينولو لپاره ددواړو هيوادونو ترمنځ دګډ امنيتي کميسيون د جوړولو په باب دترکمنستان جمهوريت پيشنهاد وړاندې کړ چې دملي امنيت دشورا دغونډې دتاييد وړ وګرځيد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته