امنیت

دهېواد په شمال او شمال ختيځ زونونوکې څه ناڅه ٣٢٠٠ ډار اچوونکي وژل شوي دي .

کابل باختر دلړم لومړى :
دروان کال په تيرو اووه مياشتو کې څه دپاسه ٣٢٠٠ تنه ډار اچوونکي دهېواد په شمال او شمال ختيځو زونونوکې وژل شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو  دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل:  د ٢٠٩ شاهين قول اردو په  ٤٥ عملياتو کې چې دروان کال په تيرو اووه مياشتو کې  دفارياب ، جوزجان ، سرپل ، بلخ ، سمنګانو ، بغلان ، کندز ، تخار او بدخشان په ولايتونوکې ترسره شوي دي ٣٢٩٣ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي چې په هغو کې دوسله والو طالبانو دډلې  له خوا نومول شوي واليان او د ډاراچوونکو په لسګونو تنه قوماندانان هم شامل دي .
جمشيدي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې څه ناڅه ٢٢٠٠ تنه وسله وال مخالفان ټپيان شوي او ٤٥٧ تنه نور مخالفان اسيران اوياهم له جګړو څخه يې لاس اخستى او له دولتي  ځواکونو سره يوځاى شوي دي .
ده زياته کړه چې په دې موده کې ٤٤٠ ماينونه کشف او له منځه وړل شوي او ددښمن په سلګونو وسلې او ليږدونکي وسايل  ترلاسه شوي دي .
  ختم_شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته