اقتصاد

د برېښنا شرکت د برېښنایي خدمتونو ښه والي لپاره هلې ځلې کوي

کابل /دمرغومي ۱۶مه /باختر
د برېښنا شرکت د برېښنایي خدمتونو ښه والي لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
دغه ټکی د افغانستان د بریشنا شرکت اجراییوی لوی رییس حافظ محمد امین د انرژۍ او اوبو وزارت له سرپرست ملاعبداللطیف منصور سره په غونډه کې څرګند کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې ناسته کې د کاري ظرفیتونو د لوړولو، د مشترکینو د پورونو د راټولولو، د جنګشنونو د ستونزو او یو لړ نورو موضوعګانو په اړه خبرې و شوې اولازم تصمیمونه هم ونیول شول
دغه راز د افغانستان د برېښناشرکت اجراییوي عمومي رییس د دغه شرکت د راتلونکو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
هغه وویل په ژمي کې د هوا له سړښت سره جوخت د برېښنا شرکت تخنیکي او فني ټیمونه او د اړوندو څانګو مسوولینوو مشترکینوته د برېښنا رسولو د چارو او د خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په خاطر شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
په همدې حال کې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د برېښنا شرکت د انجنیرانو او مسوولینو له کارونو د قدردانۍ په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د چارو د ښه والي او ګړندیتوب په خاطر د انرژۍ او اوبو وزارت هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
په دې ناسته کې د انرژۍ او اوبو وزارت معینان مولوی عارف الله عارف اوانجنیر محمد عمر اودافغانستان دپریښناشرکت تجارتي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني، مالي او اداري رییس اسد الله انعام، د کورنۍ پلټنې رییس مولوي محمدسلیم حقاني او د دغه شرکت د دفتررییس عبدالولي سعد هم حاضرو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته