خبرونهنړۍ

غزه کې مرګ ژوبله؛ ۱۰۰ زره فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي

نړۍ، د کب ۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د اسرایلو او فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول د حماس غورځنګ ترمنځ روانه جګړه کې د فلسطینیانو د ټولې مرګ ژوبلې شمېر ۱۰۰ زره تنو ته رسېدلی، چې ۲۹ زره ۶۰۶ تنه په کې شهیدان او ۶۹ زره  ۷۳۷ تنه په کې ټپیان شامل دي.

د شهیدانو او ټپیانو ډېره برخه ښځې، انجونې او ماشومان جوړوي.

دغه راز د اسرایلو د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد له ۱۴ ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د حماس د بشپړ له منځه وړلو پورې جګړې ته دوام ورکوي.

مخکې تر دې د دغه هېواد ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی وه، چې اسرایلي پوځ هڅه کوي، غزه کې له جګړې شاتګ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته