ورزش

دشپاړلس کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر د سلواغۍ څلورمه :
دشپاړلس کلنو تنکيو ځوانانو دفوټبال  سيالۍ نن په هرات کې په دريو لوبو سره دوام مومي.
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق  ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل :په دغوسياليو کې داريانا ټيم  دازادۍ له ټيم ، دکوثر  ټيم دهېواد له ټيم  اوباختر ټيم دجامي له ټيم  سره لوبې کوي.
دضيا دڅرګندونو له مخې: دشپاړلس کلنو تنکيو ځوانانو دفوټبال  سيالۍ دديرشو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي چې په پرونيو لوبو کې دپيام ټيم دباختر پرټيم او دکوهستاناتو ټيم دبيک بير  پر ټيم بريالي شول او دافغان او استقلال  ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره  پاى ته ورسوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته