ټولنه

د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزيرې د خلکو او دولتي ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٤
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزارت تر اوسه پورې د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د روږدوکسانو د درملنې په يو سلو اتو مرکزونوکې د څه د پاسه نهه ديرشو زرو تنو روږدوکسانو درملنه کړې ده .
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزيره سلامت عظيمي وايي: د دغه وزارت پروګرامونه له امنيتي ستونزو او د بودجې له کمښت سره مخامخ دى.
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزيرې د هېواد له خلکو څخه وغوښتل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې فعاله ونډه واخلي او له دغه وزارت سره همکاري او مرسته وکړي .
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزيرې په يوه خبري غونډه کې چې ددغه وزارت د پروګرامونو د وړاندې کولو په مقصد جوړه شوې وه؛ له ټولو خلکو او له دولتي ادارو او په تېره بيا د عامې روغتيا او د کورنيو چارو له وزارتونو څخه وغوښتل چې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په لاره کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي او په دې برخه کې خپل مسووليت اداء کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته